جمعه, ۱۵ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د جان کيري د حکومت عورت بايد نور ټولو ته بربنډ شوی وي
بسم الله الرحمن الرحيم
د جان کيري د حکومت عورت بايد نور ټولو ته بربنډ شوی وي

خبر:

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي برید په پایله کې لس افغان سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. پېښه د ګرېشک ولسوالۍ په «ده آدم خان» سیمه کې د تېرې یکشنبې په ورځ مازیګر ترسره شوې ده. څه موده مخکې د امریکا هوايي ځواکونو هم په هلمند ولایت کې د افغان پوځ پر پوسته برید وکړ چې له امله یې ۱۶ سرتېري ووژل شول. په وژل شویو کې دوه تنه د اردو قومندانان هم وو. دا پېښه هم په ګرېشک ولسوالۍ کې هغه مهال ترسره شوې ده چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو مرسته کوله. د پېښې مسؤوليت د افغان حکومت د دفاع وزارت پر غاړه اخیستی دی.

تبصره:

د جان کيري په لاس د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د رامنځ ته شوي ګډ حکومت درې کلونه پوره شول. د نوموړي حکومت لوړ پوړو چارواکو د جان کيري د دغه نېکۍ په بدل کې، د رامنځ ته شوي حکومت د لومړنيو ۴۸ ساعتونو له پوره کېدو مخکې په پټو سترګو له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، چې له هغه سره سم د امریکا له خوا د افغانستان اشغال او استعمار دوه اړخیزه رسمي بڼه غوره کړه او افغانستان رسماً په سيمه کې د امريکا د نظامي اډې او جنګي پروژې په توګه وپېژندل شو.

د دغه نامشروع حکومت چارواکو د خپلې واکمنۍ د بقا په بيه، څو څو ځله په ډېره بې شرمۍ د امريکا او ناټو ځواکونو هر جنايت توجيه او ځان ته منسوب کړ. د بېلګې په توګه: تېر کال په کندز ولايت کې امريكايي الوتكو د بې پولې ډاكټرانو روغتون بمبار كړ او په لسګونو ډاكټرانو او ناروغانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، لاسپوڅي دولت پخوا تر هغه چې يرغلګر امريکايان يې په اړه څه ووايي، په ياد جنايت کې ځان شريک او د پېښې پړه يې د مشورې او معلومات ورکولو له امله پر غاړه واخيسته. څو مياشتې وړاندې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې امريكا تر اټومي بم وروسته تر ټولو ستر بم وغورځاوه، خاينو چارواكو بيا ادعا وكړه چې دغه بريد د دوى په مشوره ترسره شوى دی، همداراز په لوګر کې د ملي اردو پر کاروان، د ننګرهار په نازیانو کې پر ولسي خلکو د بمبارۍ او دا دی اوس يې د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د بمبار مسؤولیت هم پر غاړه واخیست.

امريکا او ناټو په افغانستان غوندې جګړه مار ولس کې له خدايه نورڅه نه غواړي، مګر دا ډول ذليل او غلام چارواکي. د همدوی د ذلت او غلامۍ له امله ايله اوس امريکا دې ته چمتو شوې چې افغان وسله والو ځواکونو ته څرخي الوتکې ورکړي، ترڅو له يوې خوا د ټرامپ د نوې ستراتېژۍ له مخې د هوايي بريدونو له لارې پر وسله والو مخالفينو باندې فشار راوړي او طالب وسله وال له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنوي او له بل پلوه د خپلو وحشيانه بمباريو د توجيه لپاره افغاني مرجع پیدا کړي. چې دا دي اوس د امريکا او ناټو ځواکونو د برائت په موخه د هغوی د هر جنايت پړه افغان پوځ پر غاړه اخلي، چې دا د افغانستان پر مسلمان ولس باندې د يرغلګرو تر وحشیانه بمباریو خورا ستونزمن تماميږي. د يادونې وړ ده چې د امريکايي چارواکو له خوا په وروستي خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې یوازې د اګسټ په مياشت کې امريکا په افغانستان کې تر دوو زور ډېر بمونه کارولي دي.

د دې ټولو ترڅنګ څه دپاسه يوه میاشت مخکې امریکايي ځواکونو د هېواد په څو ولایتونو کې د الوتکو له لارې داسې پاڼې غورځولې وې چې يرغلګر ځواکونه يې د زمري او طالبان يې د کوچيني سپي په څېرو کې تمثيل کړي وو. هغوی د طالبانو سپین بیرغ چې د اسلام سپېڅلې کليمه ورباندې ليکل شوې د سپي په شکل کې رسم کړې وه او له عامو خلکو يې غوښتي وو چې: «له ترهګرو سپيو خپله آزادي بېرته واخلئ او له ايتلافي ځواکونو سره مرسته وکړئ، ترڅو دغه دښمنان په نښه کړي او له منځه يې یوسي. خپله آزادي بېرته واخلئ او خپل کورنی خوندیتوب ډاډه کړئ» او له دوی سره په ځانګړو ليکل شوو ټليفوني شمېرو اړيکه ونيسئ. د جان کيري د حکومت دغه لاسپوڅي چارواکي د يرغلګرو ځواکونو له خوا اسلامي مقدساتو ته د دا ډول توهين په اړه بيا بشپړه چوپتيا غوره کوي. تر هغه چې عام ولس سړکونو ته راووځي، لاريونونه زور واخلي، يرغلګر ځواکونه له ولس څخه بښنه وغواړي، هغه مهال بيا د پېښې په اړه د داسې څېړنو امر ورکوي، چې پايلې يې هېڅکله هم نه اعلانېږي.

د جان کيري د نامشروع دولت د استعماري تګلارو له مخې ځوانان چې د ټولنې د آبادۍ او سوکالۍ لپاره کاري انرژي بلله کيږي، په لوی لاس د هېواد پرېښودو ته اړ شول، د ټولنې په ټولو پوړونو کې يې د عام ولس ترمنځ مذهبي، ژبنی او نژادي تبعیض عام کړی او د بېلابېلو اړخونو له خوا تر بېلابېلو نومونو لاندې پر وسلو سمبال شوی چې یو له بل سره د جګړې پر پوله ولاړ دی. غربي سفارتونو د اشرف غني د ښځې په ګډون د بېلابېلو پروژو پر مټ مسلمانه ښځه، تعليمي نصاب، اسلامي قوانين او فرهنګ تر سخت برید لاندې راوستي او د ټولنې په هره برخه کې د فحشا، قتل او فتنې په ترويج بوخت دي. امریکا هم له داعش سره د جګړې په بهانه خپلې اډې پر وسله والو پياوړې کړې او له هغې وروسته يې افغانستان هم د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ د یوې برخې په توګه اعلان کړ، چې د ښکېلو هېوادونو د کړکېچ او نيابتي جګړې پر ډګر د بدلېدو په حال کې دی.   

د پايلې په توګه نور باید هر سطحي فکر ته د دغه لاسپوڅي حکومت عورت بربنډ شوی وي، چې څنګه د امریکا او ناټو د يرغلګرو ځواکونو د برائت په موخه د هغوی جنایتونه توجیه کوي، څنګه مو وژني، څنګه مو مقدساتو ته سپکاوی کوي او د ژوند په ټولو برخو کې يې د «تروریزم او افراطیت» سره د مبارزې تر نامه لاندې څنګه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې سخته او نرمه جګړه روانه کړې. دغه غلام او ذليل چارواکي اصلاً د دې جرائت نه لري چې په دې اړه ولس ته ځواب ووايي او يا وضاحت ورکړي. نو جداً د دې اړتيا لیدل کيږي، ترڅو د افغانستان مسلمان ولس د نړۍ د مسلمانانو سره د واحد امت په توګه لاس يو کړي او د دويم راشده خلافت د تاسيس او د مخلص، مجاهد او زړور خليفه سره د بيعت په موخه د هر راز کفري مفکورو او پروګرامونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. ځکه يوازې خليفه کولای شي د اسلامي امت، د دین، مقدساتو، نوامیسو، وينو او شتمنيو څخه دفاع وکړي.

"انما الإمام جُنة يقاتل من ورائه و يتقى به"

رواه مسلم

يوازې امام "خلیفه" هغه ډال دی چې امت يې تر شا جګړه کوي او په واسطه يې ځان ساتي.

سيف الله مستنير

Last modified onیکشنبه, 08 اکتوبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې